اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرل نديم رضا وئيلې دي د پاكستان د امن خواهش دې كمزوري ونه ګڼلې شي٬ يو هېواد له د منطقې د غېر مستحكم صورتحال نه ناجائزه ګټه پورته كول نه دي پكار ٬ د کشميريانو سياسي، سفارتي او اخلاقي ملاتړ به روان ساتو۔ د پاك فضائيه وياند له مخې د پاك فضائيه کيډټس ګرېجوېشن دستورې ته د خاص مېلمه په توګه خپلې وېنا كښې جنرل نديم رضا ووئيل د پاكستان ځواكونه د روايتي او غېر روايتي هر ډول خطرو لاره نيولو بشپړ صلاحيت لري۔ ده ووئيل پاكستان يو امن خوښے هېواد دے او د شريك احترام او امن د ټولو لپاره ګټور آئيډيل لري٬ د پاکستان قام او زمونږ وسله والو ځواكونو سيمه ايز استحكام او نړيوال امن لپاره عظيمې قربانۍ وركړي٬ ده ووئېل مونږ د بدلېدونكې سيمه ايز او نړيوال صورتحال نه ښه خبر يو او يو هېواد ته به هم د غېر مستحكم سيمه ايز صورتحال نه د ګټه پورته كولو او د پاكستان په ضد د برغل اجازه ورنه كړې شي۔ ده كېډټس ته ووئيل د دې وظيفائي ژوند پېل كولو سره دا ياد ساتل پكار دي چې تاسو د پاكسان د فضائي پولو دفاع يوه ذمه واري اخستونكې ئې٬ دې لپاره امن او د جنګ په صورتونو كښې دا ستاسو وړومبۍ ترجيح پكار ده چې تاسو به د سباٶن د وظيفائي چېلنجونو مقابلې لپاره خپل ټول صلاحيتونه كاروئ٬ داسې كولو لپاره به تاسو له زمونږ د شجاعت كارنامو څخه خپلو جذبو ته تحريك وركوئ او د پاكستان بېرغ به تل هسك ساتئ
د پاکستان د امن خواهش دې كمزوري ونه ګڼلې شي٬ د کشميريانو سياسي، سفارتي او اخلاقي ملاتړ به دوامدار ساتو۔ د جنرل نديم رضا د پاك فضائيه کيډټس ګرېجوېشن دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی