پېنډۍ 20اګست (اے پي پي)د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د جمعې په ورځ د پاكستان ملټري اكېډمي كاكول دوره وكړه اوپه دې موقع ئې فورته پاكستان بټالين ته د بټالين بېرغ وركولو دستوره كښې د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو۔ هغه د اكېډمۍ فېكلټي او كېډټس ته وېنا هم وكړه۔ د آئي اېس پي آر له مخې په دې موقع د پوځ سرلښكر ووئيل نننۍ ورځ د پاكستان ملټري اكېډمي غوندې د عظيمې ادارې تعمير٬ پرمختګ او ارتقاء كښې يو اهم سنګ ميل لري۔ د پاکستان ملټری اکیډمي شمېره د نړۍ په بهتري ادارو كښې كېږي۔ ده ووئيل فورتھ پاکستان بټالین پنځه كاله وړاندې د جوړېدو نه تر اوسه د غوره كاركردګۍ څرګندونه كړې ده۔ سرلښكر ووئيل د ژوند په ټولو چېلنجونو كښې ایمان، اتحاد او نظم رهنما اصول ستاسو لپاره د لارې مشال دي٬ د نړۍ يو طاقت يو متحد قام ته هېچرې زيان نشي رسولې۔ ده ووئيل د آزادۍ نه پس د ټولو معاشي او نورو ستونزو باوجود پاکستان نه يوازې د دې مقابله كړې بلكې د هر چېلنج نه پس مونږ د قوي قوت په توګه رامخې ته شوې يو٬ مونږ په ترهګرۍ قابو موندلو سره د مورني هېواد د پولو بشپړه دفاع كړې۔ ده ووئيل په افغانستان كښې د امن په عمل كښې د پاکستان په زړه پورې هڅې٬ د يوې داسې منطقې قيام لپاره دي٬ كومه چې سوله ايزه٬ سوكاله او معاشي شراكتدار وي۔ مونږ پرله پسې په نړيواله وررورلۍ واضحه كړې ده چې مونږ په افغانستان كښې د سوله ايز حل لپاره كردار لوبوٶ٬ پاکستان ته د افغانستان بدامنۍ د لاسه لوے زيان رسېدلې٬ د خپلو معاشي ستونزو باوجود پاكستان د څلورو لسيزو راهسې د 30 لكه نه زياتو افغان كډوالو كوربتوب كړې۔ ده ووئيل په افغانستان كښې امن د منطقې او په خاص توګه افغانانو لپاره ډېر ضرورې دې۔ سرلښكر ووئيل مونږ توقع لرو چې طالبان به د مېرمنو او بشري حقونو پحقله د نړيوالې ورورولۍ سره خپل لوظونو وپالي او افغان خاوره به د كوم بل هېواد په ضد استعمال له ورنه كړي۔ ده ووئيل د آزادۍ په دې مياشت كښې مونږ خپل كشميري وروڼه نه شو هېرولې ھغوي د بدترين رياسي ترهګرۍ او استحصال سره مخ دي زه دوي ته باور وركوم چې د پاكستانيانو زوړونه كشميريانو سره درزېږي٬ مونږ كشمير سره ولاړ يو او ولاړ به يو۔ ده ووئيل نړيوالې ورورولۍ له د دې خبرې ادراك پكار دے چې د كشمير تر سوله ايز امن سيمه ايز امن يو سراب دے۔ ده ووئيل ټېكنالوجۍ او خاص صلاحيتونو ته پام كولو سره به د وطن دفاع باوري كوٶ۔ هغه زياته كړه چې قوي پوځ د وطن د دفاع ضمانت دے
د ټولو ستونزو باوجود نن پاكستان په نړۍ كښې يو قوي پرمختګ كوٶنكې هېواد دے٬ هېواد لپاره د ځان وقف كولو لوظ د پاكستان دښمنانو په زړونو كښې د وېرې علامت دے۔ د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د پاکستان ملټری اکیډمي كاكول كښې وېنا
مضمون کا ماخذ : پھل اور سات