اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) پاکستان او ایران دوه اړخيزه اړيكو او په خاص ت??ګه تجارت، توان ، رابطو،كلتور او په اولسې كچه رابطو كښې د مرستي زياتولو له د عوم پخلے او رارورانو 5 كلونو كښې تجارتی حجم 10 ارب ډا??ره ته په رسولو اتفاق کړې دے۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې پرېس ریلیز له مخې وزیراعظم شهبازشریف او د اسلامی جمهوریه ایران صدر ډاکټر سید ابراهیم رئیسی ترمينځه د كل په ورځ په وزیراعظم هاؤس كښې ملاقات شوې۔ ملاقات كښې د دواړه اړخه وزيران او اعلیٰ چارواكي موجود وو۔دواړو لارښودو د دوه اړخيزه اړيكو په دائره کار د خيالاتو څرګندونه وكړه او په مهم سيمه ايز او نړيوال پیشرفت ئې خبرې اترې وكړې۔ د پاکستان او ایران ترمينځه د اړيكو په تاريخ رڼا اچولو سره دواړو لارښودو دوه اړخيزه اړيكي او په خاص ت??ګه تجارت، توان، رابطو، كلتور او د اولس ترمينځه رابطو په څانګو كښې مرستېي زياتولو له د عزم پخلے وكړو۔ دواړو ډلو په راروانو 5 كلونو كښې دوه اړخيزه تجارتي حجم 10 اربه امریکائي ډا??ره ته په رسولو اتفاق وكړو۔ دوي د ترهه ګرۍ خطر پشمول د شريكو چیلنجونو مقابله کولو لپاره شريكي تګلارې په جوړولو هم موافقت وكړو۔ صدر ابراهیم رئیسی او وزیر اعظم شهباز شریف غزه كښې د اسرائیل قابض عسكرو د اړخه 7 مياشتو څخه زياته موده د طاقت په بې دريغه ت??ګه د كارولو سخته غندنه كولو سره په سمدستي ت??ګه او غیر مشروط جنګ بندۍ لپاره د نړيوالو هڅو او محاصرې په ختمولو زور راوړو او د غزه محصور اولس لپاره يۍ په انسانی بنیادونو د مرستې د اپیل پخلے وكړو۔ وزیراعظم د کشمیر اولس او د هغوې جائز حقونو لپاره د ایران په واضح او اصولی حمایت د ایران د قیادت او په خاص ت??ګه د سپریم لیډر آیت الله علی خامنه ای مؤقف وستائلو۔
د وزیراعظم شهبازشریف او د ایران صدر ډاکټر سید ابراهیم رئیسی ترمينځه ملاقات
Dog House Entertainment Official Entrance
مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال