اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) د خا??جه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ وئيلي دي چې د آذربائيجان خا??جه وزير جيهون ??يراموف د پاكستان دورې دواړو ډلو ته د دوه اړخيزه اړيكو د صورتحال بشپړ جاج اخستو سره سره په سيمه ايز او نړيوال پېشرفت د خيالاتو څرګندونې موقع وركړې۔ د جعمې په ورځ د جاري پرېس بريفنګ په مهال دې ووئيل د آذربائيجان د خا??جه وزير دورې په مهال دوه اړخيزه ستراتېژك اړيكې لا قوي كولو او د تجارت، سرمايه کارۍ، توان، سلامتيا ٬ دفاع، تعليم، کلائميټ ايکشن او د سيمه ايزو رابطو پ??مو?? د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې د مرستې دائره كار پراخه كولو له د عزم پخلے شوے۔ وياندې ووئيل چې په خبرو اترو كښې د پارلماني تبادلو زياتولو٬ كلتوري مرستې قوي كولو او د اولس پ??مو?? زده كوونكو٬ تعليمي ادارو او كاروباري شخصياتو ترمېنځه تبادلو ته په وده وركولو هم موافقت شوے۔ وياندې ووئيل چې نائب وزيراعظم او خا??جه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او د آذربائيجان خا??جه وزير بيراموف په ګڼ اړخيزه فورمونو او د جموں وكشمير وضعې په ??مو?? په سيمه ايز او نړيوال پېشرفت د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د آذربائيجان خا??جه وزير جيهون ??يراموف د پاکستان دورې په مهال په اسلام آباد كښې لنډمهاله صدر يوسف رضا ګېلاني او وزيراعظم محمد شهباز شريف سره ملاقات او نائب وزيراعظم او خا??جه وزير محمد اسحاق ډار سره ي?? تفصيلي خبرې اترې كړي دي
د آذربائيجان د خارجه وزير د پاكستان دوره٬دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو او شريكه مرسته پراخه كولو له د عزم پخلے۔ د خارجه دفتر ويانده
Caishen Sheng Entertainment official link
مضمون کا ماخذ : را کی کتاب