غذر 02 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د باران او سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره به صوبائي حكومتونو سره په ګده كار كوم٬سېلاب ځپليو ته د مرستې سپيځلے ويش به باوري كوو٬كه دې مقصد لپاره د حكومت قرباني وركول وي نو هم به وركولې شي۔وزيراعظم د غذر د بوبر كلي بحالۍ لپاره د لس كروړه روپو او د 5 كلوميټره سړك جوړولو لپاره د ګرانټ وركولو اعلان ??م وكرو۔د جمعې په ورځ د ګلګت بلتستان دورې په مهال وزيراعظم سېلاب ځپليو سره په خبرو كښې ووئيل مونږ په دې سخت وخت كښې تاسو ته حاضر شوي يو٬په بارانونو كښې د حق رسېدلو كسانو ??ور??يو سره غمرازي كوو٬سېلاب په غذر كښې چې كومه تباهي كړې په دې ټول پاكستان خفه دے٬د بارانونو او سېلاب په نتيجه كښې په ټول پاكستان ??ښې چې كومه تباهي راغلې د دې مثال نه ترلاسه كېږي٬په سندھ او بلوچستان ??ښې هرې خوا ته تباهي شوې٬ ده ووئېل په خېبرپښتونخوا كښې په سوات كښې تباهي شوې٬د پنجاب په سوئېلي ضلعو كښې تباهي شوې٬په ګلګت بلتستان ??ښې هم ډېر زيان شوے ٬ ده ووئېل په سېلاب كښې د زرو نه زيات كسان په حق رسېدلې دي او د زرګونو په شمېر ژوبل شوي٬ د لاكونو په شمېر ??ور??نه تباه شوي او هم داسې څ?? لكه څاروي اوبو وړي٬په زرګونو ايكړه زمكه ولاړ فصلونه تباه شوي٬ ده ووئېل پاكستان د مخكښې نه په معاشي توګه سخت صورتحال سره مخ دے ٬د سېلاب او باران په صورت كښې يو بل امتحان راغلے خو د الله په كرم او مهربانۍ سره به د دې مقابله كوو۔ده ووئيل ځپلي به يواځې نشي پرېښودلې٬د غم وخت دے دلته د يوې ماشومې د ??ور??ۍ 8 كسان په سېلاب كښې په حق رسېدلې دي۔الله پاك دې ماشومې ته زغم او همت وركړي۔ ده ووئېل په غذر كښې 17 كسان په حق رسېدلي۔د وفاقي حكومت لخوا په سېلاب او بارانونو كښې د حق رسېدلې كسانو ??ور??يو ته لس لكه روپۍ معاوضه وركړې كېږي۔ده ووئيل بايد په 24 ساعتو كښې د دې 17 كسانو ??ور??يو ته دا معاوضه وركړی شي۔د تباه شوو ??ور??نو معاوضه به هم وركوو۔ده ووئيل د اېن ډي اېم اے لخوا شريكه سروے پیل كړی شوې۔ده ووئيل حق به حقدار ته وركولې شي٬۔وزيراعظم د دې كلي بيا رغونې لپاره د لس كروړه روپو د خاص ګرانټ اعلان ??م وكړو۔په دې موقع د وزيراعظم د كشمير او ګلګت بلتستان چارو صلاحكار قمرزمان ??ائره٬د مذهبي چارو وفاقي وزير مفتي عبدالش??ور??د مسلم ليګ(ن)صوبائي صدر حافظ حفيظ الرحمان او د امجد اېډووكېټ پشمول نور هم موجود وو۔
د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره به صوبائي حكومتونو سره په ګده كار كوم٬سېلاب ځپليو ته د مرستې سپيځلے ويش به باوري كوو۔د وزيراعظم محمد شهباز شريف سېلاب ځپليو سره خبرې
No communication baccarat credit website
مضمون کا ماخذ : prêmios lotofácil