اسلام آباد۔24مارچ(اے پی پی) د آذربائیجان په پلازمينه باكو كښې پاكستاني سفارت كښې د پاكستان ورځې دستوره وكړې شوه۔ په دستوره كښې پاكستانې ملي بېرغ هم ورپولے شو۔ په دستوره كښې سفارتي عملې او نورو مهمو ش??صياتو ګډون وكړو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې په آذربائیجان كښې د پاكستان سفير بلال حئي د پاكستان ورځې په اهميت رڼا ا??ولو سره ووئيل دا ورځ ټولو پاكستانيانو لپاره زياته مهمه ده۔ په دې ورځ كال 1940 كښې د نيمې اوچې مسلمانانو په لاهور كښې د يو قرارداد منظوري وركولو سره مسلمانانو لپاره د يو داسې رياست جوړولو پرېكړه وكړه په كوم كښې چې هغوي د خپلو اقدارو او رواياتو له مخې ژوند وكړے شي۔ده په خپل خطاب كښې د پاكستان او آذربائیجان ترمينځه د اعلی كچې ورورولۍ او ملګرتيا ا??يكو ستائنه هم وكړه۔ ده ووئيل پاکستان په ټولو نړيوالو او سيمه ايزو فورمونو د پاكستان په پرله پسې ملاتړ كولو د آذربائیجان مننه كوي۔ سفیر بلال حئی ووئيل پاكستان او آذربائیجان د شريكې خوښې په ټولو چارو كښې د يو بل ملاتړ لپاره اوږه په اوږه ولاړ دي۔
آذربائيجان – په پاكستاني سفارت كښې د پاكستان ورځې دستوره
Miracle feat APP game download
مضمون کا ماخذ : ہرکیولس اور پیگاسس