لاهور۔21مئی(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې 9م مئي به د هېواد په تاريخ کښې د تورې ورځې په توګه ياد ساتلې شي، په فوځي تنصيباتو بريدونو کښې ککړ کسان به عدالت ته مخامخ كولې شي، كومو بې ګناه كسانو سره به ظلم نه کيږي او كوم مجرم به سزا څخه بچ نه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ په ماډل ټاؤن كښ?? د امن او امان په اړه د لوړې كچې يوې غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښ?? د قومي سلامتيا كمېټۍ د پرېكړو حوالې سره د پېشرفت جاج واخستے شو۔ په دې موقعه د پنجاب نګران وزيراعلی محسن نقوي٬ امنيتي چارواكي او نور موجود وو۔ غونډه كښ?? ګډون كوؤنكو ته خپله وېنا كښ?? وزيراعظم ووئيل، زه ستاسو ټولو ډېره مننه کوم چې د رخصتۍ په ورځ مونږ دلته يو مقصد لپاره راټول شوي يو، هغه دا چې د تېرې اوونۍ په غونډه کښې د ترسره شويو بحثونو جاج واخستے شي۔ ده ووئيل د مئي په 9مه نېټه د عمران ني??زي په امر د پي ټي آئي ډلو د پاكستان په ضد ترهګري وكړه او له بده مرغه عمران ني??زي هغه څه وكړل چې دښمن يې په 75 كالو كښ?? هم نه شي كولې۔ده ووئيل چې د عمران ني??زي ډلې هغو الوتكو ته اور واچولو كومې چې ددښمن په ضد كارول شوې وې٬ كالعدم ټي ټي پي قائداعظم هاؤس زيارت او د عمران ني??زي ډلې جناح هاؤس لاهور چې اوس كور كمانډر هاؤس ګرځېدلې وسوځولو۔ وزيراعظم ووئيل دا خبره بايد ياد وساتلې شي چې تحريک طالبان په جي ايچ کيو بريد کړى ؤ او د دې هيواد بدبختي وګورئ چې د پي ټي آئي کارکنانو د پاکستان دښمنانو په جي اېچ كيو بريد وكړو او ريډيو پاكستان پيښور ته يۍ اور ولګولو۔ ده ووئيل په هېواد كښ?? ډېرې داسې غمجنې پېښې شوي چې ټول ملت به د تل لپاره په ذهني اضطراب كښ?? ساتي۔ په غونډه كښ?? دا خبره وشوه چې د 9 مئي په پېښو كښ?? په كوم ډول هم ككړ كسان به د قانون له منګلو بچ نه شي۔ ده ووئيل په سوېلين املاك بريدونو كښ?? د ككړو كسانو په ضد به د ترهګرۍ مخنيوي اېكټ لاندې كارروائي كولې شي او په فوجي تنصيباتو بريدونو كښ?? ككړ كسان به د آئين او قانون له مخې انصاف سره مخ كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل دا كومه د ټوقو خبره نه ده چې په کراچۍ کښې دې د هوايي ځواکونو په تاسيساتو بريد وكړې شي او د اربونو روپو مالونو ته دې زيان ورسولې شي او د عمران ني??زي ډلې دې ميانوالي ته رسېدو سره د هغه الوتكو كومې چې د دښمن په ضد كارولې شوې وې د سېزولو ناوړه هڅې وكړي۔ ده ووئيل چې كوم بې ګناه انسان سره به ظلم نه كېږي او كوم مجرم به سزا څخه بچ نه شي۔
په پوځي تنصيباتو بريدونو كښې ككړ كسان به انصاف سره مخ كولې شي٬ شهباز شريف
Santa’s gift rush online entertainment website
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ