فېصل آباد۔3جنوری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي شريف كورنۍ په لندن كښې د زمكو ثبوت نه لري٬ نواز شريف سره مو كومه ذاتي شخړه نشته٬ پاكستان ته راتللو سره دې خپلې مقدمې دې مخ په واړاندې بوځي٬ اپوزيشن يوه اونۍ د پوځ او بله د عدليه په ضد خبرې كوي٬ دا د دوئي سياست دې٬ د مولانا فضل الرحمن مشري د اپوزيشن لويه بدقسمتي ده٬ كه ټاكنو كښې ماتې وخوري نو مولانا وائي ټګي شوې ده او كه كاميابي ترلاسه كړي نو وائي ټاكنې سپېځلې وې ٬ لويو سياسي ګوندونو له به خپلې رويې ته بيا كتنه كول وي۔ هغه ووئيل مونږ د احتساب په ايجنډا په ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كړې ده٬ زمونږ ووتر به د احتساب عمل ليدل غواړي٬ مونږ د احتساب نه وروستو كېدې نه شؤ۔ كال 2022ء د ځائي حكومتونو د ټاكنو كال دې۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ګل په ورځ ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل د عام وګړي ژوند ښه كولو له وزيراعظم عمران خان هڅې كوي ٬ په نړيواله منډۍ كښې د څيزونو او انرجي بيعې ټېټېدل پېل شوي دي ٬ ددې به نېغ په نېغه ګټه اولس ته رسولې شي۔ هغه ووئيل پاكستان د استحكام په لوري مخ په وړاندې روان دې۔ هغه ووئيل آئي اېم اېف سره مذاكرات پايې ته رسېدلې دي ٬ كه لويې څښتن ته منظور وي نو د روانې مياشتې تر نيمائۍ به فنانس (بدلون) بل هم منظور شي۔ د ډالر په مقابله كښې د روپۍ په قدر كښې استحكام راروان دې۔ وفاقي وزير ووئيل د تېلو ٬ غوړو او دالونو پېداوار دلته نه كېږي ٬ د دې څيزونو د بيعو تعين مونږ نه كوؤ٬ مونږ د هغه څيزونو د بيعو تعين كولې شؤ كوم چې پاكستان كښې پېدا كېږي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل مولانا فضل الرحمن زمونږ د حكومت په اولني كال كښې مارچ لپاره راغلې وو٬ 23 مارچ لا لرې دې٬ هيله ده چې هغه به په دغه ورځ هم نه راځي او كه راځي نو هم څه مسئله نشته۔ هغه ووئيل مونږ له به په نوي كال كښې تاؤ تريخوالې كمول وي٬ لويې ګوندونه دې په لويو مسئلو او اصلاحاتو خبره وكړي۔ هغه ووئيل د پارليمان دننه جنګ جګړو منفي تاثر اولس ته ځي ، كه څوك دا ګڼي چې بلېك مېل كولو سره به په خپلو كېسونو كښې ريليف ترلاسه كړي نو داسې به چرې نه كېږي۔ عمران خان ښكاره وئيلي دي چې مونږ د احتساب په ايجنډا په ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كړې ده۔ زمونږ ووټر احتساب كېدل ليدل غواړي۔ هغه ووئيل په مونږ هم ټكونه كېږي چې مونږ د زرداري او نواز شريف لوټ كړې شوې دولت هېواد ته نه دې راوړلې٬ ډېره پېسه بېرته راغلې هم ده ولې مركزي تورن بهر دي٬ عام وګړې د پراسېس نه مطمئن نه دې۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل سياستمدارو له به اولس ته اميد وركول وي چې پارليمان هغه اداره ده چرته چې د اولس مسئلې حل كېږي۔ هغه ووئيل د اګست نه وروستو به د حكومت وروستې كال پېل شي ، دې نه وړاندې به د ځائي حكومتونو ټاكنې كېږي۔ هغه ووئيل په تاريخ كښې په اولني ځل په خېبر پختونخوا كښې سپېځلې ټاكنې وشوې او ماتې خوړونكو او كاميابي ترلاسه كوؤنكو دواړو تسليم كړې۔ هغه ووئيل كال 2022 د بلدياتي ټاكنو كال دې ٬ كه پاك پروردګار ته منظور وي نو په پنجاب كښې به د ځائي حكومتونو ټاكنې هم پاكې او سپېځلې وي۔ هغه ووئيل پي ټي آئي د هېواد تر ټولو لويې سياسي ګوند دې ٬ د پي ټي آئي نه غېر بل كوم سياسي ګوند د 800 نه په زياتو چوكو كانديدان اودرولې نه شي۔ نون ليګ د مركزي پنجاب او پيپلز ګوند د سندھ ګوند دې۔ د كے پي په ټاكنو كښې دا تجزيه خو وشوه چې پي ټي آئي ګوند ټاكنو كښې ناكامه شوې خو دا تجزيه ونكړې شوه چې نون ليګ او پي پي خو خپل كانديد هم ونه درولې شو۔ هغه ووئيل پي پي پي او ن ليګ دې قومي سياست وكړي٬ پيپلز ګوند د سندھ وګړ د صحت كارډ نه محرومه ساتلې دي كوم چې د سندھ اولس سره لويې ظلم دې ٬ د سندھ اعلی وزير دا ګڼي چې دې سره به د هغه سياست وځپلې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د وزیراعظم عمران خان په مشرتابه كښې د پاكستان په سياست ٬ خارجه پالېسۍ ٬ معيشت مونږ ټول يو موټي يؤ او د دې له مخې به مخ په وړاندې ځؤ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د مولانا فضل الرحمن مشري د اپوزيشن لويه بدقسمتي ده٬ كه ټاكنو كښې ماتې وخوري نو مولانا وائي ټګي شوې ده او كه كاميابي ترلاسه كړي نو وائي ټاكنې سپېځلې وې۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل نواز شريف بايد پاكستان ته راشي او دلته چې په هغه كومې مقدمې دي هغه دې مخ په وړاندې بوځي۔ مونږ هغه سره كومه ذاتي شخړه نه لرؤ٬ شريف كورنۍ په لندن كښې د اربونو روپو جائيداد لري او ثبوت نه لري چې دا ئې څنګه واخستل٬ په كوم اپارټمنټس كښې چې نواز شريف دې د دې پېسه د كوم ځائ نه راغله ٬ دوئي سره هېڅ ځواب نشته۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل شهباز شریف بیان حلفی جمع كړې و چې هغه به نواز شريف راولي ٬ اټارني جنرل آفس به دې مسئلې ته ګوري۔ هغه ووئيل مخالفه ډله يوه اونۍ د پوځ او بله د عدليې په ضد وي ٬ دا د دوئي سياست دې۔