اسلام آباد۔06 ستمبر(اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د مورني وطن ځامنو او د پا??ست??نو ځواكونو مېړنو فرزاندان?? ته د عقيدت پېرزونې وړاندې كولو سره وئيلي دي د هېواد په تاريخ كښې د 6 ستمبر ورځ زيات اهميت لري٬ زمونږ د ځواكونو حوصله او د فرض ترسره كولو شوق د پا??ست??ن د سلامتيا بنيادے دے٬ د ’’عزم استحکام‘‘ له مخې د نظر ثانی شوي نېشنل اېکشن پلان مقصد د ډيجيټل ترهګرۍ په شمول د هر ډول ترهګري ټول عمري لپاره نوغے ويستل دي٬ حكومت د تص??دم په ځاے د مكالمې او د نښتې په ځاے په مرسته او همكارۍ باور لري ، د كشمير مسئله نه حل كېدل په منطقه كښې د امن د بحالۍ او د پرمختګ لاره كښې تر ټولو لويې خنډ دے٬ په هر يو پلېټ فارم به خپل غږ فلسطين لپاره پورته كوؤ۔ د دفاع او شهيدانو ورځې په موقع په خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل د پا??ست??ن په تاريخ كښې د 6 ستمبر ورځ زيات اهميت لري۔ هر كال دا ورځ پا??ست??نے قا?? په ولوله او جوش سره لمانځي۔ مونږ ټول د مورني وطن ځواكونو او د پاك پوځ عظيمو فرزندان?? ته د عقيدت پېروزئنې وړاندې كوؤ كومو چې په 6 ستمبر 1965 زمونږ په پولو بريد كوؤنك?? ته ماتې وركړې ۔ د دښمن د دې غېر اعلانيه بريد او په زيات شمېر باوجو پاك پوځ هغوي ته په هر ډګر عبرتناكه ماتې وركړې ۔ د تېرو 59 كلونو څخه پاك پوځ د پېشه ورو صلاحيتونو او د حربي چمتوالي څرګندونه كولو سره د دفاع ورځ ژوندۍ ساتلې ده كومه چې زمونږ د دفاع او استقلال علامت كرځېدلې او هم دا سبب دے چې قا?? په هر چېلنج كښې بريالے پاتے شوے ۔ ده ووئيل زمونږ د ځواكونو حوصله او د فرض ترسره كولو شوق د پا??ست??ن د سلامتيا بنيادے دے٬ د دوئي د قربانيو په نتيجه كښې مونږ نن په يو آزاد او خپلواكه ممكت كښې ژوند كوؤ۔ وزیراعظم ووئيل زه د شهيدانو كورني?? ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوم د كومو حوصلو او جذبو چې مونږ ته د محفوظ او مضبوط پا??ست??ن جوړولو عزم راكړے ۔ ده ووئيل زمونږ حكومت د تص??دم په ځاے په مكالمه او د نښتې په ځائے په مرسته او همكارۍ باور لري۔ ده ووئيل زمونږ مقصد يوه داسې سازګاره فضا پېدا كول دي چرته چې قا??ونه پرمختګ وكړي او د بې وزلۍ ٬ ناروغتيا او جهالت په څير مسئلې حل كول?? ته پام وګرځولې شي۔ ده ووئيل د بده مرغه د كشمير مسئلې نه حل كېدل په منطقه كښې د امن بحالولو او د پرمختګ په لاره كښې تر ټولو لوي خنډ دے۔ ده ووئيل د كشمير مسئله د نيمې اوچې د وېش نميګړې ايجنډا ده كومه به چې د كشميري اولس د هيلو او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د رائے حق كارولو د لارې حل كول وي۔ دې سره سره د ګاونډيانو لخوا د راپورته كېدونكې ترهګرۍ نوغے به د دوه اړخيزه مرستې او د شريكې ګټې حكمت عملۍ د لارې ويستل وي۔ ده ووئيل په ننۍ ورځ تاس?? ته د اميد او عزم پېغام دركوم۔ ياد وساتئ زمونږ ماضي په دې ګواه دے چې د يو قا?? په حېث مونږ په ستونزو د قابو موندلو صلاحيت لرؤ۔ وزیراعظم ووئيل مونږ له به نن دا جامع عزم كول وي چې د ’’عزم استحکام‘‘ له مخې د نظر ثانی شوي نېشنل اېکشن پلان مقصد د ډيجيټل ترهګرۍ په شمول د هر ډول ترهګري ټول عمري لپاره نوغے ويستل دي٬ ضرورت د دې خبرې دے چې مونږ ټول په ګډه د يو سوكاله پا??ست??ن جوړېدو لاره هواره كړؤ۔ ده ووئيل پا??ست??ن فلسطيني اولس سره مضبوط ولاړ دے۔ مونږ به په هر يو پلېټ فارم فلسطين لپاره غږ پورته كوؤ۔ فلسطینی اولس د اسرائيلي قبضې په ضد په خپلو اوږدو ستړو كښې د ځانګړې مړانې څرګندونه كړې ده۔ ده ووئيل مونږ نړيوالې ورورلۍ څخه غوښتنه كوؤ چې هغه د فلسطين وګړو تحفظ باوري كړي او په غزه كښې د مسلمانانو نسل كشي بنده كړي۔ ده ووئيل زه د شهيدانو او غازيانو كورني?? ته سلام كوم۔ پاك پروردګار دې د شهيدانو درجې لوړې كړي او د هغوي كورني?? ته دې د صبر او زغم توفيق وركړي۔ راځۍ چې د شهيدانو جذبې له په خپلو زړنو كښې ځاے وركولو سره د پا??ست??ن تحفظ او تعمير له كار وكړؤ او د پا??ست??ن د دفاع جذبه رابېدارولو سره د عظمت بامون?? ته ځان ورسوؤ۔
د پاكستان مېړنو زامنو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كوؤ٬ د وزيراعظم شهباز شريف د دفاع او شهيدانو ورځ په موقع پيغام
مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں