اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي)د وزيراعظم خاص مرستيال عطاﺀ تارړ وئېلي دي په پخواني وزيراعظم عمران خان د هېواد دښمنه عناصر څخه فنډ اخستل ثابت شوي لهذا هغه دې زر تر زره د تحريك انصاف چيئرمېن شپ څخه استعفٰی وركړي٬عمران خان هند٬اسرائيل او امريكا كښې د مېشته يهوديانو څخه د كشمير سودا كولو په بدل پيسې اخستې۔د شورو په ورځ پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ كښې پرېس كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل د ټاكنو كمېشن تاريخ ساز پريكړه كړې۔ده ووئيل د الېكشن كمېشن پريكړې نه پس ډالر 8 روپۍ كم شوے كله چې هم د فتنه خان په ضد پريكړه راځي نو معيشت مستحكم كېږي۔ده ووئيل عمران خان د خپل لاس ليك كرې 5 جعلي حلف نامې په الېكشن كمېشن كښې جمع كړي۔ده ووئيل عمران خان له د غلا نيولو د پارټۍ چيئرمېن شپ څخه سمدستي استعفي شپكار ده ۔ده ووئيل د هند وګړو رومیتاشیټھی ، ویلر لال ، چرن جیت سنګه او په هند او اسرائيل او امريكا كښې مېشته يهوديانو څخه د پېسو اخستل د كشمير سودا سره يو ډول خبرې دي۔ده ووئيل كله به چې عمران خان د امريكې دورې كولو نه بېرته راغلو او بيان يې وركړو چې د ورلډ كپ د ګټلو نه په دې دوره زيات خوشحاله شوے يم نو دغې دورې نه څو ورځې پس هند د كشمير حقونه سلب كړل۔ ده ووئېل زه غوښتنه كوم چې د عمران خان د امريكې دورې په مهال شوي ملاقتونه دې اولس ته وړاندې كړے شي۔وفاقي وزير ووئېل د عمران خان د ګوند پلاوې اسرائيل ته تللے او هلته يې ملاقاتونه كړي٬دا معامله دومره ساده نه ده۔ده ووئيل د عمران خان د ملازمينو دې جانچ پړتال وكړے شي٬ د چائے څښكلو والا٬نائب قاصد او باورچي اكاؤنټ ته هم پېسې راغلي۔ده ووئيل پخوانے وزيراعظم محمد نواز شريف د زوي څخه په تنخا نه اخستو نااهله ګرځولے شوے ٬اوس دې د 5 جعلي حلف نامو وړاندې كونكي په ضد سمدستي كاروائي وكړی شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل شاه محمود قرېشي ډېر هيله مند دے چې چيئرمېن شپ د هغه كور ته روان دے
د هېواد دښمنه عناصر څخه د فنډ اخستل ثابت شوي٬عمران خان دې د تحريك انصاف چيئرمېن شپ څخه استعفٰی وركړي۔عطا تارړ خبري كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ لائیو