اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وېنا وزيراعظم عمران خان ته پېرزوينه وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د كشمير مسئله په بشپړه توګه په ډاګه كولو سره وزيراعظم د كشميري اولس زړونه ګټلي دي، وزيراعظم ثابته كړې چې هغه يو رښتينې سټېټس مېن دے. د خالي په ورځ په خپل يو بيان كښې وفاقي وزير ووئيل چې وزيراعظم عمران خان نه يوازې د پاكستان، منطقې بلكې د نړۍ د چېلنجونو په ښه ډول احاطه كړې ده. وزيراعظم په خپله وېنا كښې د اسلاموفوبيا او ماحولياتي بدلون په شان ستونزې هم په ډاګه كړې دي. وزيراعظم د مقبوضه كشمير صورتحال نړۍ ته وړاندې كړې. عمران خان د آر اېس اېس هندوتوا نظريه او په هند كښې په مسلمانانو كېدونكي ظلمونه هم بې نقابه كړي دي. علي امين ګنډاپور ووئيل چې د وزيراعظم عمومي اسمبلۍ ته وېنا سره د كشمير په مسئله نړيوال ملاتړ لا زيات شي
د كشمير مسئله په بشپړه توګه په ډاګه كولو سره وزيراعظم د كشميري اولس زړونه ګټلي دي. علي امين خان ګنډاپور
مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔