مري 09 اګست (اے پي پي)د صدر ډاكټر عارف علوي كور ودانې بېګم ثمينه عارف علوي وئېلي دي پاكستان ګرلز ګائيډ اېسوسي اېشن د ټول هېواد ماشومانو انجونو ته د ښې تربيې وركولو سره هغوي د ټولنې غوره وګړې جوړولو لپاره اقدامات كوي٬تعليم او تربيې سره سره د ماشومانو كردار سازي هم ضروري ده٬صحتمند او تربيه يافته مېرمن نه يوازې د كور بلكې د هېواد په پرمختګ كښې مهم كردار ادا كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د پاكستان ګرلز ګائيډ اېسوسي اېشن سيوري لاندې نېشنل سمبر كېمپ اختتامي دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔دې ووئيل د كامياب سمر كېمپ په راجوړولو انتظاميې له مباركي وركوم۔په كېمپ كښې د ګډون كوونكو زده كونكو عزم او روښانه څېرې د پاكستان د موسس د هغه خوب تعبير دے كوم چې هغه د پاكستان جوړولو لپاره ليدلے ؤ ۔ګرلز ګائيډ ته د دې كېمپ څخه د خپلو صلاحيتونو رامخې ته كولو او د يو بل څخه د زده كړې موقع ترلاسه شوې۔دې ووئيل د ګرلز ګائيډ د نړيوالو غړو شمېره د يو كروړ څخه زياته ده۔د دې تاريخ برخه جوړوېدو مقصد په ټولنه كښې د مېرمنو تعميري كردار ته وده وركول دي۔دا تحريك مېرمنو او ماشومانو انجونو ته د وګړو صلاحيتونو ته د ودې وركولو لپاره يو پليټ فارم وركوي او دوي ته د هنرمندۍ او تعليم پشمول نورو څانګو كښې د خپلو صلاحيتونو رامخې ته كولو له موقع ترلاسه كېږي٬د دوي د جسماني صحت او تندرستۍ سره سره د دوي دننه د اعتماد او د وړاندې تللو جذبه راپیدا كېږي۔دې ووئيل د ګرلز ګائيد دا تحريك د ځوانو انجونو صحت منده او فعاله ساتلو كښې مهم كردار ادا كوي۔دا تحريك انجونو ته د بېړني صورتحال مخ نيوي او د سماجي خرابۍ مخ نيوي په اړه تربيه وركوي۔دې ووئيل د بريسټ كينسر يو مرګونے رنځ دے او كومه چې د ټولې نړۍ مسئله ګرځېدلې۔دې په كېمپ كښې په شاملو انجونو زور راوړو چې هغوي په كميونټي كښې د بريسټ كينسر په اړه شعور بېدارولو كښې خپل كردار تر سره كړي۔ دې ووئيل ګرلز ګائيډ دې لا فعاله كړے شي دغسې چې دوي د زياتو نه زياتو انجونو ته تربيه وركړي كوم چې د هېواد او قام پرمختګ كښې مهم كردار ادا كولې شي۔دې ووئيل مونږ په اسلامي اقدار عمل كوو۔په دې تحريك كښې د انقلابي اقداماتو ضرورت دے۔ مېرمنې ګډون كوونكې په ډې تحريك كښې ګډون لپاره راغب كړې ٬نوے ممبرشپ دې وكړے شي۔دې په كېمپ كښې په شاملو انجونو زور راوړو چې هغوي په سټرېټ چلډرن او چائلډ پروټېكشن كار وكړي۔هغوي چې كومه تربيه د دې ځاې څخه ترلاسه كړې د هغې څخه دې خپله كورنۍ او ټولنه هم خبر كړي۔دغسې د آزاد كشمير٬بلوچستان٬پنجاب او اسلام څخه 65 سينئر ګائيډ او ينګ ليډرز په دې كېمپ كښې ګډون كولو۔دا كېمپ د پاكستان ګرلز ګائيډ اېسوسي اېشن پروجېكټ”محفوظ رهو”لپاره پېل شوے ؤ۔په كېمپ كښې ګډون كوونكو انجونو ماشومانو ته د بېلو څانګو تربيه وركړی شوې ۔
پاكستان ګرلز ګائيډ اېسوسي اېشن د ټول هېواد ماشومانو انجونو ته د ښې تربيې وركولو سره هغوي د ټولنې غوره وګړې جوړولو لپاره اقدامات كوي٬ د تعليم او تربيې سره سره د ماشومانو كردار سازي هم ضروري ده۔ بېګم ثمينه علوي
مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے