اسلام آباد۔1اپرېل(اے پی پی)د وزیراعظم خصوصي مرستيال ډاكټر ثانیه نشتر د “Financing SDG2: Addressing Hunger and Malnutrition in the wake of COVID-19”
په سرخط د لوړې كچې وزارتی ګول مېز کنفرنس كښې ګډون وكړو۔ دا كنفرنس د نړيوال بېنك كلنې غونډې په مهال د نړيوال بېنك هېډكوارټرز كښی د ورچوئل په توګه وكړے شو۔ د تخفیف غربت او سماجی تحفظ ډویژن له مخې ډاكټر ثانيه نشتر ووئيل وبائی رنځ ته پام كولو سره پاكستان د نړۍ د شمېر هغه هېوادونو كښې اولنے هېواد دے كوم چې په دې مهال انساني سرمايه زيان نه وساتله او 70ملینه نه زياتو كورنيو له ئې د 1 ارب ډالرو نه د زيات رقم بېل پروګرامونه معارفي كړل۔ هغې ووئيل كله چې دا وباﺀ خپره شوه نو د 24 ملینه نه د زياتو مزدورانو لپاره خطره رامخې ته شوه۔ په دې قابو موندلو له حكومت نزدې 15 ملينه كورنيو ته احساس اېمرجنسی کېش وركړو۔ د مجموعي رقم 97 فیصد په خوراك مصرف كړے شو۔ د وبائي رنځ له كبله په ټوله نړۍ كښې د خوراك څيزونو زياتېدونكو قيمتونو په اړه ډاكټر ثانيه نشتر ووئيل د دې مخنيوي له په روان وخت كښې وروسته پاتې طبقو ته ګټه رسولو له سبسډيز رسولو له پالېسي جوړولې شي ولې چې دا طبقه د خرڅونو 36 فيصده په خوراك مصرف كوي۔ ماهر پېنل كښې د وزیر اعظم خصوصي مرستيالې سره د انډویشیا د خزانې وزير Sri Mulyani Indrawati ، د روانډا د خزانې وزير Dr. Uzziel Ndagijimana ، د کېنېډا د نړيوال پرمختګ وزیر Karina Gould ، د ناروے نړيوال پرمختګ وزير Dag-Inge Ulstein ، د المان پارليماني سېكرټري Norbert Barthle او دجاپان د خزانې ډپټي ډائرېكټر جنرل Atsushi Mimura شامله وه۔
د ډاكټر ثانيه نشتر د ورلډ بېنك وزارتي ګول مېز كنفرنس كښې د پاكستان نمائندګي وكړه
مضمون کا ماخذ : números sorteados lotomania