اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې پاکستان رومانيه سره دوه اړخيزه اړيكې مهمې ګڼي۔ دا خبره ده په پاکستان كښې تعينات د رومانيه سفير نيکولے ګويا سره خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت په ورځ ده سره په خارجه وزارت كښې ملاقات كړې۔۔ د ملاقات په مهال د پاکستان او رومانيه ترمينځه په دوه اړخيزه اړيكو ، ګڼ اړخيزه څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان رومانيه سره دوه اړخيزه اړيكې مهمې ګڼي ، پاکستان د اروپائي ائتلاف سره سټرټيجکي شراکت دارۍ ترمخه رومانيه پشمول اروپائي هېوادونو سره دوه اړخيزه تجارتي او اقتصادي اړيكو ته ودې وركولو خوښې لري۔ خارجه وزير د دواړه هېوادونو ترمينځه اړيكو مستحمولو لپاره د پاکستان او رومانيه ترمينځه اعليٰ پائې رابطو او پلاويو تبادلې په حاجت زور راوړو۔ پاکستان كښې تعينات د رومانيه سفير نيکولے ګويا د پاکستان او رومانيه ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو لا مستحکمولو لپاره د خپل اړخه د بشپره مرستې باور روكولو سره د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي مننه وكړه
خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي سره په پاکستان كښې د رومانيه سفير نيکولے ګويا وليدل
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ