اسلام آباد، نیویارک۔24ستمبر(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي نيويارك كښې روانې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 76 مې غونډې په موقعه د فنډ لېنډ خپل همڅنګ پیکا هاویسټو سره ملاقات وكړو۔ دواړه خارجه وزيران د دواه اړخيزه سياسي مشاورت راروانې غونډې زر تر زره په كولو متفق شؤ۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند لمخې د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان فن لېنډ سره خپلو اړيكو ته زيات اهميت وركوي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي د دواړه هېوادونو ترمينځه د سفارتي اړيكو 7 لسيزو په بشپړ كېدو خپل همڅنګ هاويستو ته مباركي وركړه او فن لېنډ سره د سياسي اړيكو لا مستحكمولو ٬ معاشي تړون لا مضبوطولو او د زده كړو په مېدان كښې د مرستې لا قوي كولو له د خپل عزم څرګندونه وكړه۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل په اسلام آباد كښې د فن لېنډ سفارت يو وارې بيا پرانستلو سره به زمونږ تجارتي اړيكې پراخا شي او په اولسي كچه به رابطې زياتې شي۔ هغه ووئيل د پاكستان او فن لېنډ ترمينځه د اعلی كچې رابطو وده به د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكمولو كښې مرستياله ثابت شي۔ خارجه وزير خپل همڅنګ ته د پاكستان دورې بلنه وركړه او هغه ئې افغانستان كښې رامخې ته كېدونكي صورتحال او منطقه كښې د امن او استحكام باوري كولو حوالې سره د خپل نقطه نظر نه هم خبر كړو۔
د خارجه وزير شاه محمود قرېشي نيويارك كښې د فن لېنډ خپل همڅنګ پیکا هاوېسټو سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : سانتا کی جنگلی سواری۔