اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس په نتيجه كښې د پنجاب نه پس په خېبر پښتونخوا كښې تر ټولو زيات مرګونه شوي دي. د نېشنكل مانډ اېنډ آپرېشن سنټر لخوا جاري شويو شمېرو له مخې په ټول هېواد كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس په نتيجه كښې نور 104 كسان په حق رسېدلې دي چې پكښې 49 كسان په وېنټي لېټرو موجود وو. د اېن سي او سي له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال په هېواد كښې د كورونا وائرس 2869 كېسونه رپورټ شوي دي. د تېرو 24 ساعتونو په مهال په هېواد كښې د كورونا 38 زره 616 ټېسټونه شوي دي.په هېواد كښې د كورونا څخه د ښه شويو كسانو شمېره 7 لكه 71 زره 692 ته رسېدلې. په بلوچستان ، آزاد كشمير او ګلګت بلتستان كښې كوم رنځور په وېنټي لېټر نشته. په ټول هېوا كښې په وېنټي لېټرو 623 رنځوران پراته دي. په هېواد كښې د كورونا د فعاله كېسونو شمېره 75 زره 536 ته رسېدلې او د ځپليو ټوله شمېره 8 لكه 67 زره 438 ده. په ټول هېواد كښې د كورونا په وبا كښې 19 زره 210 كسان په حق رسېدلي دي. تر اوسه په هېواد كښې د كورونا يو كروړ 23 لكه 875 زره 671 ټېسټونه شوي دي. په ټول هېوا كښې د كووډ 19 علاج لپاره په بېل كړې شويو 639 روغتونونو كښې 5 زره 184 رنځوران تر معالجه لاندې دي.
د تېرو 24 ساعتونو په مهال په هېواد كښې د كورونا وائرس 2869 كېسونه رپورټ شوي، په وبا كښې نور 104 كسان په حق رسېدلي دي. نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر
مضمون کا ماخذ : quina resultados anteriores