اسلام آباد 20 اکتوبر(اے پي پي) د وزيراعظم معائنه كمېشن(پي اېم آئي سي)د خپلې كاروائۍ په وړومبي پړاؤ كښې د نړيوال كنسورشيم آف انويسټي ګيټو جرنلسټس(آئي سي آئي جے)سره رابطه كړې چې دغسې د یپنډورا پيپړز په نوم په ليك شوو مالياتي دستاويزاتو كښې د شاملو پاكستانيانو په اړه معلومات او شمېرې ترلاسه كړې شي۔په دې لړ كښې په جارې شوې يوه خبر پاڼه كښې وئېلي شوي د آئي سي آئي جے پلټنو سره تعلق لرونكو پاكستانو خبريالانو ته هم خواست شوے چې دوي په دې اړه معلومات او ډېټا شريكه كړي كومه چې دوي سره ده او په دې لړ كښې د ضروري مرستې انتظار دے۔دغسې د وزيراعظم معائنه كمېشن د اړوندو سركاري ادارو څخه هم مرسته غوښتې ده ٬ د نړيوال كنسورشيم آف انويسټي ګيټو جرنلسټس(آئي سي آئي جے)لخوا د ځينې پاكستانو كسانو٬د هغوي د آف شور كمپنو٬ټرسټونو او د اثاثو په لړ كښې د انكشافاتو په نتيجه كښې وزيراعظم عمران خان د وزيراعظم معائنه كمېشن ته د معاملې د جاج اخستو او په دې لړ كښې نورې كاروائۍ لپاره د وړاندېزونو وركولو ذمه واري ورپغاړه كړې۔د وزيراعظم معائنه كمېشن به خپل كار ترسره كوي او د اړوند رېكارډ/معلوماتو د كوټلي جاج او تجزيې نه پس به وړاندېزونه وركوي ۔دا خبره به باوري كولې شي چې دا كار په انصاف ترسره كړے شي۔داسې به اړوندو كسانو ته د خپل پوزېشن واضحه كولو موقع هم وركړی شي۔د وزيراعظم معائنه كمېشن په احتساب سپيځلتيا او په ښه حكمرانۍ باوري لري ۔په دې لړ كښې به د نورو ادارو او معلومات وركوونكو لخوا د وړاندېزونو ٬ معلوماتو او د مرستې هركلے كولې شي
د وزيراعظم معائنه كمېشن(پي اېم آئي سي)د خپلې كاروائۍ په وړومبي پړاؤ كښې انټرنېشنل كنسورشيم آف انويسټي ګيټو جرنلسټس(آئي سي آئي جے)سره رابطه وكړه
مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔