اسلام آباد 12 مارچ(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئېلي دي اپوزېشن د سېنېټ په پولنګ بوته كښې د پټو كيمرو لګولو ډرامه كړې٬د پيسې استعمال او درغلي كول د اپوزېشن عادت دے٬اپوزېشن له په داسې ډرامه كولو شرم كول پكار دي٬ د پيسې استعمال او درغلي كول د اپوزېشن عادت دے٬مونږ به د پټو كيمرو لګولو پیښې تر آخري حد پږټنې كوو٬ذمه وار به بې نقابه كولې شي۔زمونږ هڅه ده چې هېواد د كرپټ ټولګي څخه خلاص كړو٬د پېښې بشپړه او سپيځلې پلټنې پكار دي٬وزيراعظم د وړومبۍ ورځې څخه د سپيځلو ټكنو او د شو آف هينډز خبره كوي٬كوم لپاره چې مونږ په عملي توګه پارليمان٬الېكشن كمېشن او سپريم كورټ ته تللي وو۔د دې خيالاتو څرګندونه د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د جمعې په ورځ د پارليمنټ هاؤس په پريس بريفنګ د سېنېټر فيصل جاوېد سره خبريالانو سره وكړه۔سېنېټر شبلي فراز ووئيل د سېنېټ نوو ټاكلے شوو غړو سوګند پورته كولو څخه وړاندې د اپوزېشن ناوړه سازش بې نقابه شوے٬دې خلقو پخپله غلا كړې او پخپله د پېښې ځاے ته رسېدلې٬دوي د داسې كاروائيو ماسټر مائينډ دي٬مونږ به د پټو كيمرو د لګولو پیښې وېخ ته رسو او ذمه وار به په ګوته كولې شي۔ده ووئيل دا خلق د ووټ مسترد كولو نه واخله د ووټ تر غلا كولو پورې طريقې ښائي او هم دا وجه ده چې په قامي اسمبلۍ كښې زمونږ اكثريت ؤ او سره د اقليت د دوي كانديد بريالے شوي٬دا خلق تېره شپه هم مصروف وو۔ده ووئيل مونږ سپيځلې ټاكنې غوښتلې خو دوي مخالفت وكړو او نن هم مونږ دوي چېلنج كوو چې شو آف هينډ ته راشۍ خو دوي د درغلۍ قائل دي۔په دې موقع سېنېټر فيصل جاوېد ووئيل دوي غلا هم كوي او اېف آئي آر هم درج كوي٬قام د دوي د كردار نه ښه خبر دے
اپوزېشن د سېنېټ په پولنګ بوته كښې د پټو كيمرو لګولو ډرامه كړې٬د پيسې استعمال او درغلي كول د اپوزېشن عادت دے۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز خبريالانو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : ڈوپلا سینا