اسلام آباد 27 مئي (اے پي پي) ډیزاسټر مینجمنټ په اړه د پاك چین مرستې فریم ورك له مخې د اعلیٰ پائ پلاوي آن لائن میټنګ وشو چې مقصد ئې ځنګلو كښې د اوور لګيدو خطرو مخنيوي لپاره د شريكې مرستې امکانات جاج اخستل وو۔این ډی اېم اے د اړخه جاري بيان له مخې د پاکستان د اړخه د پلاوي مشري د این ډی اېم اے چیئرمېن لیفټیننټ جنرل اختر نواز دغسې د چین پلاوي مشري د نړيوالې مرستې او ریسکیو ډیپارټمنټ ډائریکټر جنرل مسټر لیو ویمن كوله۔په غونډه كښې د این ډی اېم اے چیئرمین معاونت د این ډی اېم اے غړو ، جوائنټ سیکرټری ای اے ډی، ډی جی پنجاب ایمرجنسی سروس 1122، ډی جی سول ډیفنس، ډی آئی جی جنګلات موسمي بدلون وزارت كوله۔په غونډه كښې د چین د اړخه ایمرجنسی کمانډ کمشنر، فائر پریوینشن اینډ کنټرول ډیپارټمنټ، ډپټی ہیډفائر ریسکیو ډیپارټمنټ ، نېشنل فارسټ فائر پریوینشن اینډ ارلی وارننګ انفارمیشن سنټر ډپټی ډائریکټر جنرل، نېشنل فارسټ اینډ ګراس لینډ فائر پریوینشن اینډ ایکسټنګوئشنګ کمانډ او ډائریکټر سیټلائټ ایمرجنسی جنګلات برخه واخسته۔ د این ډی اېم اے د اړخه د چين پلاوي ته د پاکستان ځنګلو كښې د لګيدلې اوور له امله پېښو مجموعی چیلنجونو او په خاص توګه سلیمان غر رینج بلوچستان كښې د چلغوزو په ځنګلو د لګيدلې اوور په اړه بريفنګ وركړے شو۔په دې لړ كښې د چین پلاوې ځنګلو كښې د اوور لګيدلو ممکنه خطرات مخنيوي ، تکنیکی څانګو كښې د پېښو ستونزو چې پكښې جدید ټیکنالوجی څخه د وخت څخه وړاندې وارننګ او نور سسټم شامل دے حاجت په اړه خبر كړے شو۔ مسټر لیو ویمن په بلوچستان كښې اوور په کامیابۍ سره مړ كولو د حکومت هڅې وستائلې او د سیټلائټ ټیکنالوجی د لارې وخت څخه وړاندې وارننګ، د نګرانۍ نظام او سمدستي ریسپانس په اړھ د هر ممكن مرستې وړاندېز ئې وكړو۔په دې موقع د این ډی اېم اے چیئرمین تجویز سره اتفاق کښې د دواړه هېوادونو په پوهانو مشتمل جوائنټ ورکنګ ګروپ جوړولو بنیاد كېښودلے شو دغسې چې دا مرسته مخ په وړاندې بوتللې شي۔
ځنګلو كښې د اوور خطر مخنيوي لپاره په شريكه مرسته د پاك چین چارواكو آن لائن غونډه
مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں