اسلام آباد 17اکتوبر (اے پی پی)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئېلي دي كشمير د پاكستا??يا??و په زړونو كښې اوسېږي٬د اكتوبر په 27مه نېټه به د تورې ورځې په موقع ښكاره پېغام وركولې شي۔جاري شوي بيان له مخې د زيارت په ورځ د وفاقي وزير امير مقام په مشرۍ كښې د اكتوبر په 27مه نېټه د تورې ورځې پ?? اړه د جاج اغستو غونډه وشوه۔په دې موقع د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئېل كشمير د پاكستا??يا??و په زړونو كښې اوسېږي٬د اكتوبر په 27مه نېټه به د تورې ورځې په موقع ښكاره پېغام وركولې شي۔وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئېل هند په مقبوضه كشمير جابرانه قبضه كړې كومه چې كشميري اولس رد كړې٬د مقبوضه جمو كشمير په معامله د آل پارټيز كنفرنس پكار دے۔انجينئر امير مقام ووئېل پاكستان به د خپلو كشمير??ان?? وروڼو او خوئيندو غېر متزلزل ملاتړ روان ساتي٬د كشمير??ان?? غږ به تر نړۍ رسولې شي او پاكستانے قام به د كشمير مسئلې تر منصفانه حل په قلاره نه كېښني٬دا زمونږ قومي فريضه ده او د كشمير مسئله ژوندۍ ده او تر آزادۍ به زمونږ په زړونو كښې ژوندۍ وي٬ ده ووئېل پاكستان د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د حق خود اراديت تر ترلاسه كولو د كشمير??ان?? وروڼو سياسي٬اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔وفاقي وزارتونو٬صوبائي حكومتونو٬ګلګت بلتستان او آزاد جمو كشمير حكومتي استازو وفاقي وزير ته د تورې ورځې تيارو پ?? اړه بريفنك وركړو۔د كل جماعتي حريت كنفرنس كنوينر غلام محمد مصطفٰی د كشمير??ان?? سره د يووالي څرګندونه جهاد ګرځولې۔ ده ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې د وزيراعظم محمد شهباز شريف وېنا او د كشمير په مسئله رامخې ته كولو پ?? اړه د هغه ستائنه وكړه۔غلام محمد صفي ووئېل د كل جماعتي حريت كنفرنس استازي به په ټول هېواد او آزاد جمو كشمير كښې د تورې ورځې ??ه لاريونونو كښې ګډون كوي۔
كشمير د پاكستانيانو په زړونو كښې دے٬د اكتوبر په 27مه نېټه به د تورې ورځې په موقع ښكاره پېغام وركولې شي۔انجينئر امير مقام
مضمون کا ماخذ : números dupla sena