اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) اېډيشنل سېكرټري عامر محمود کياني د ګوند او سياست پرېښودو اعلان كولو سره وئيلې دي قامي ادارې زمونږ طاقت دے٬ د مئي نهمه نيټه د قامي پېښې ورځ وه٬ په دغه ورځ رامخې ته شوو پېښو په ما ژور اثر كړے ٬ د جي اېچ كيو او لاهور د كور كمانډر هاٶس پېښې د افسوس وړ دي، په دغه پېښو مې سوچ وكړو چې آيا مونږ دا سياست كوٶ٬ چې ادارې هم ملوث كړو؟ ٬ ځوانان شهيدان كېږي، عرب اسپرنګ كښې هم ځائي پوځ وړومبے هِټ كړے شوے ٬ دا خطرناك كار دے٬ دا مهال صورتحال دې ځاے ته رارسېدلے چې پكښې په سياست كښې شامل نشم پاتې كېدے ، اوس به سياست نه كوم البته د بشري حقونو پحقله چې د خلقو كوم خدمت كولے شم كوم به، يوه نيمه مياشت وشوه چې لاهور ته نه يم تللے او نه مې يوه غونډه كښې ګډون كړے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ په نېشنل پرېس كلب اسلام آباد كښې په هنګامي پرېس كنفرنس كښې كړې۔ عامر محمود کياني د ګوند بنيادي غړيتوب او د چوكۍ پرېښودو اعلان كولو سره ووئيل ما ګوند په كال 1996 كښې جوائن كړے ؤ ٬ زما د سياسي سفر 27 كاله وشول۔ د مئي 9مه نيټه د يوې قامي پېښې ورځ وه٬ د دغه ورځ پېښې ډېرې دړدېدٶنكې وې٬ په ما ئې ډېر اثر كړے ٬ ده ووئېل زما د كورنۍ زياتره كسان په پوځ كښې دي، زما د نيكه او د كورنۍ د نورو كسانو تعلق د پوځ سره دے٬ ما كله هم د پاكستان پوځ او د ادارو په ضد بيان نه دے وركړے، دا مهال د هېواد ماحول ډېر خطرناك شوے٬ زه ټولو سياسي ګوندونو ته خواست كوم چې د تحمل نه كار واخلي۔ ده ووئيل زما نامه هم په اي سي اېل كښې شامله ده، د بهر سفر كولو خبرونه رښتيا نه دي٬ په مورثي سياست باور نه لرم٬ په ما د چا فشار نشته۔ ده ووئيل دا مهال صورتحال دې ځاے ته رارسېدلے چې پكښې په سياست كښې شامل نشم پاتې كېدے، اوس به سياست نه كوم البته د بشري حقونو پحقله چې د خلقو كوم خدمت كولے شم كوم به
قامي ادارې زمونږ طاقت دے٬ د جي اېچ كيو او د لاهور كور كمانډر هاٶس پېښې د افسوس وړ دي ۔ د پي ټي آئي اېډيشنل سېكرټري عامر محمود کياني په پرېس كنفرنس كښې د ګوند او سياست پرېښودو اعلان
مضمون کا ماخذ : raspadinha acumulada