اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير مفتاح اسماعيل سره د نهې په ورځ خارجه وزير بلاول بهټو زرداري ليدلې دي۔د خزانې او محصولات وزير مملكت ډاكټر عائشه غوث پاشا٬د وزيراعظم د تجارت او صنعت كوآرډينېټر رانا احسان افضل٬خارجه سېكرټري٬د اېف بي آر چيئرمېن او فنانس ډويژن او د خزانې وزارت سينئر افسرانو په غونډه كښې ګډون كولو۔د خزانې وزير د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري تود هركلے وكړو۔د خزانې وزير او خارجه وزير د هېواد په موجوده سياسي او اقتصادي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وكړه۔په ملاقات كښې بهر هېوادونو كښې د پاكستان مشنز او خارجه وزارت په اړه په بېلو مالياتي چارو هم د خيالاتو څرګندونه شوې
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی حکمت عملی