اسلام آباد 17مارچ (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چې نړيوالې ورورولۍ دې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سختو سرغړونو نوټس واخلي٬په هند دې كشميريانو ته د خپلواكۍ حق وركولو لپاره فشار واچولې شي٬د پاكستان په سيمه كښې د هندي مېزائل لوېدو پېښې سره د هند د امنيتي پروټوكولز او تكنيكي حفاظتي اقداماتو په اړه سختې پوښتنې راپیدا شوي دي۔٬په افغانستان كښې د انساني او معاشي بحران څخه بچ كېدو لپاره د فوري اقداماتو ضرورت دې۔ده دا خبرې د آسټريا د اروپا او نړيوالو چارو وفاقي وزير اليګزينډر شلن برګ سره د خبرو په مهال وكړې۔كوم چې د زيارت په ورځ وزيراعظم سره ملاقات وكړو۔د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو سيمه ايز صورتحال او په نړيوالو چارو خبرې وشوې۔د وزيراعظم د مېډيا دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د آسټريا وفاقي وزير په تود هركلي كولو د وزيراعظم مننه وكړه او وې وئېل چې هغه سره يو لويې تجارتي پلاوې هم راغلې۔ده وزيراعظم ته د آسټريا د وفاقي چانسلر د نيكو هيلو پېغام هم ورسولو۔وزيراعظم وفاقي چانسلر كارل نيمهر په ټېليفون د شويو خبرو ذكر وكړو او وې وئېل چې هغه د هغه د پاكستان د دورې په انتظار دے۔وزيراعظم ووئيل چې پاكستان آسټريا سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔په دې موقع وزيراعظم د يوكرين په شخړه د پاكستان لخوا د سختې اندېښنې څرګندونه وكړه او د دې د سفارتي حل لټولو په ضرورت يې زور راوړو۔ده ووئيل چې پاكستان د ملګرو ملتونو د چارټر له مخې په بنيادي اصولو كار بند دې ۔وزيراعظم ووئيل چې بايد دا افغانستان څخه د نړۍ پام بلخوا لاړ نه شي۔پھ افغانستان كښې د انساني او معاشي بحران مخ نيوي لپاره د فوري اقداماتو كولو ضرورت دې۔وزيراعظم ووئيل چې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سختو سرغړونو نوټس واخلي٬په هند دې كشميريانو ته د خپلواكۍ حق وركولو لپاره فشار واچولې شي٬د پاكستان په سيمه كښې د هندي مېزائل لوېدو پېښې سره د هند د امنيتي پروټوكولز او تكنيكي حفاظتي اقداماتو په اړه سختې پوښتنې راپیدا شوي دي۔ده ووئيل چې نړيواله ټولنه دې په منطقه كښې ستراتېژېكي استحكام په ځاس ساتلو لپاره خپل كردار ترسره كړي
نړيوالې ورورولۍ دې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سختو سرغړونو نوټس واخلي٬په هند دې كشميريانو ته د خپلواكۍ حق وركولو لپاره فشار واچولې شي۔وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : میگا مولا۔