فېصل آباد 10 جولائي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې د نواز او زرداري په ناجائز دولت پالل شوي ماشومان د كشمير بچ كولو كمپائن په بهانه د پلارانو كرپشن پټوي، مريم د ايون فيلډ او بلاول د سوئس بانكونو د ناجائز دولت تحفظ كوي، د نواز شريف پشمول ټوله كورنۍ د اېن آر او په خاطر تښتېدلې، مريم سنديافته درغجنه ده، هغې به وئيل چې لندن خو څه په پاكستان كښې هم جائيداد نه لري او بيا جائيدادونه راوتل، د ن ليګ تېر وخت د امريكې د غلامۍ او د څپلو پالش كولو د بې شمېره پېښو نه ډك دے، مريم او بلاول كوم اهليت لري، د دوي په سي وي كښې يوازې د لويې كورنۍ څخه كېدل درج دي، ن ليګ كه كشمير بچ كولو نو مودي به ئې ولې كور ته راتللو، د آمونو او ساړهي ډالې به ولې تللې، ن ليګ د كلبهوشن د نيول كېدو نه پس خاموش شوے. ده دا خبرې د خالي په ورځ په چلډرن روغتون كښې د دورې په موقع خبريالانو سره په خبرو كښې وكړې. د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل چې عمران خان په ملګرو ملتونو كښې د مودي د آر اېس اېس نظريه بې نقابه كړې، بلخوا هند خوشحالولو لپاره به نواز شريف د ډان ليكس پشان د معاملو مرسته ترلاسه كوله. ده ووئيل چې هند كله زمونږ په پلو په غلط نظر وكتل نو مونږ ئې دوه جهازونه راګزار كړل، دا آپرېشن د عمران خان په مشرې كښې ترسره شوے و. ده ووئيلچ ې عمران خان د كشميريانو رښتينې وكيل دے، د هغه په وجه نن په مودي د هرې خوا فشار زياتېږي. ده ووئيل چې نواز شريف الطاف حسېن ټو جوړ شوے، په لندن كښې د پولو مېچونه ګوري.ده ووئيل چې د افغانستان په صورتحال فوځي مشرانو سياسي مشران په اعتماد كښې اخستي دي. امريكې هم منلې ده چې په منطقه كښې امن لپاره د پاكستان كردار دے. سوله ايز افغانستان د پاكستان په ګټه دے، د ترهګرې په ضد جنګ كښې مونږ 70 زره قربانې وركړې دي او مونږ ته د 150 اربه ډالرو معاشي زيان رسېدلے. ده ووئيل چې په خېبر پښتونخوا كښې د هېلتھ كارډ څخه 5 لكه كورنيو استفاده كړې. اوس به په خېبر پښتونخوا كښې د اوسېدونكو كسانو شناختي كارډ نمبر د هېلته كارډ نمبر وي.
مريم د ايون فيلډ او بلاول د سوئس بانكونو د ناجائز دولت تحفظ كوي. فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا وفاقی