اسلام آباد 01جولائي (اے پي پي) د توان وفاقي وزير حماد اظہر وئيلي دي د حکومت موثره اقداماتو له امله ګرځينده قرض كښې ښكاره كمے راغلے٬ حكومت د ګرځينده قرض په مسئله په كاميابۍ سره قابو موندلے۔ د زيارت په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل د حكومت موثره اقداماتو په سبب د تېر مالي كال په مقابل كښې ګرځينده قرض كښې ځانګړے كمے راغلے۔ ده ووئېل په كال 21-2020 كښئ ګرځنيده قرض د تېر مالي كال په مقابل كښې 360اربه روپۍ كم شوے ۔ ده ووئيل حكومت په دې شديد بحران په كاميابۍ سره قابو موندلے ٬ سږ كال ګرځنيده قرض 177 اربه روپۍ زيات شوے او تېر كال دا زياتوالے 538 اربه روپۍ ؤ ۔
مضمون کا ماخذ : نتیجہ میگا سینا