اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي)د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري د ګل په ورځ د سري لنكا هائي كمشنر سره ليدلې دي او هغه سره يې د سيالكوټ په پېښه غمرازي ښكاره كړې۔د مذهبي چارو وزارت وياند له مخې د قامي اقليتي كمېشن غړي ډيوډ البرټ او مفتي ګلزار نعيمي هم په دې مهال موجود وو۔په دې موقع د مذهبي چارو وزير ووئيل د سري لنكا منيجر قتل د شرم وړ پیښه ده كومه چې د ټولنې لپاره د قبلولو وړ نه ده٬دې پېښې مونږ ته يادګېرنه وكړه چې مذهبي همغږي٬زغم او ورورولۍ ته څومره اړتيا ده۔ده ووئيل به تېرو ورځو كښې په متحده عرب امارات كښې اسلامي ټولنو كښې د امن په وده په يو كنفرنس كښې ما ګډون كړے ؤ ۔د كنفرنس په مهال د دې پېښې غندنې لپاره زما سره الفاظ نه وو۔ده ووئيل دا كيس زر تر زره منطقي انجام ته په رسولو كښې وزيراعظم ذاتي خوښي لري٬د سري لنكا هائي كمشنر ووئيل د پاكستان ټول قام په دې پېښه يو غږ دے او دد مذهبي لارښودو پشمول د ټولنې ټولو طبقو د دې پېښې غندنه كړې ده ۔
د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري سره د سري لنكا هائي كمشنر وليدل
مضمون کا ماخذ : گرم گرم