اسلام آباد ۔ 6 جون (اے پی پی) قامي تاريخ او ادبي ورثې لپاره د وزيراعظم سلاحكار عرفان صديقي اقبال اكادمي پاكستان ته هدايت كړې چې د علامه اقبال د 140مې زېږېدنې ورځې په مهال دې بېل علمي او ادبې پروګرامونه وكړې شي او په دې مهال دې د اقبال فكر ترويج او اشاعت له رامخې ته كړې شي۔ د نهې په ورځ د اقبال اکادمی پاکستان د غونډې مشري كولو په مهال عرفان صديقي ووئيل نومبر كښې دعلامه اقبال 140مه د زېږېدنې ورځ قامي جذبې سره لمانځلو له دې د دستورو تفصيلات ترتيب كولو سره راروانه غونډه كښې وړاندې كړې شي۔ ده ووئيل د علامه اقبال د فكر او شخصيت په اړه دې د كتابونو نندارتون ٬ سيمينار او مشاعرې وكړې شي او د ټاكلې شويو كتابونو ډي لكس لمبر شائع كولو دې هم اهتمام وكړے شي۔ په دې مهال ده ته د اكادمي لخوا د علامه اقبال د زېږېدنې ورځې په مهال د مجوزہ دستورو او منصوبو په اړه بشپړ بريفېنګ وركړے شو۔ غونډه كښې د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن سېكتر انجینئر عامر احسن، د اقبال اکادمی پاکستان دوهم صدر ډاكټر منیب اقبال، د ادارہ فروغ قومی زبان مشر افتخار عارف، جوائنټ سېکتر سید جنېد اخلاق او نورو چاروكو ګډون وكړو۔
د علامه اقبال د 140مې زېږېدنې ورځې په مهال دې بېل علمي او ادبې پروګرامونه وكړې شي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے لائیو نتائج