اسلام آباد 20 جنوري(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د قبائيلي ضلعو پرمختګ ته د خاص پاملرنې له مخې نن د شورو په ورځ د وزيرستان دوره كوي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ څخه د جاري بيان له مخې وزيراعظم به د وانا د ځائي آبادۍ د تعليم معيار ښه كولو لپاره د جوړ كړي وانا كېډټ كالج د پراختيا منصوبې د بنياد تيګه ږدي٬ د سوئيلي وزيرستان د آبادۍ سماجي تحفظ لپاره به د احساس كفالت پروګرام له مخئ په مستحقينو چېكونه هم تقسيموي٬ د دې نه علاوه به وزيراعظم ته احساس پروګرام په ډيجيټل سروے بريفنګ هم وركولې شي٬ وزيراعظم به په وانا كښې ځائي قبائيلي مشرانو سره هم ملاقاتونه كوي او دې سره سره به د كامياب جوان پروګام له مخې د قرض سكيم او د يوته انټر پنيورشپ سکيم له مخې په مېرټ ځائي ځوانانو له چېكونه هم وركوي۔ وزيراعظم به د دې نه علاوه په مولا خان سرائے كښې د جديد سهولتونو وړ روغتون پرانسته هم كوي او ځائي مشرانو سره به هم ملاقاتونه كوي
وزيراعظم عمران خان نن سوئيلي وزيرستان دوره كوي، د وانا کېډټ کالج د پراختيا منصوبې د بنياد تيګه به هم ږدي٬ د احساس كفالت پروګرام له مخې به په مستحقينو چېكونه تقسيموي
مضمون کا ماخذ : jogos de raspadinha