د هاكۍ لوبې لا ښه والي لپاره به كومه بې غوري ونه كړې شي٬باور لرو چې د هاكۍ لوبه به يو وارې بيا مخ په وړاندې لاړه شي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف وينا


اسلام آباد 16 مئی (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي زه باور لرم چې د هاكۍ لوبه به يو ځل بيا مخ په وړاندې لاړه شي٬د هاكۍ لوبې لا ښه والي لپاره به كومه ب ېغوري ونه كړې شي ٬لوبغاړي په محكمو كښې يو ځل بيا شاملولو په پالېسۍ به په يوه اونۍ كښې عملدرآمد وكړے شي٬د پاكستان هاكۍ ډلې لوبغاړو په اذلان شاه هاكي ټورنامنټ كښې د ماتې خوړولو باوجود بريا ترلاسه كړی٬زه غواړم چې د لوبغاړو كاركردګي داسې وي چې په دوي كښې د پخوا اتلان وليدلې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ وزيراعظم هاؤس كښې د اذلان شاه هاكۍ ټورنامنټ فائنل لوبونكې د قامي هاكۍ ډلې په درناوي كښې دستورې ته وينا كښې وكړه ۔په دستوره كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ٬د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال٬د وزيراعظم يوته پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان٬د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزير مملكت شزه فاطمه٬د پاكستان هاكۍ فېډرېشن عهديدار او لوبغاړو ګډون كولو۔وزيراعظم ووئيل نن زه ستاسو په وړاندې د خاص مېلمه په توګه نه بلكه د پاكستان نوم د هاكۍ په مېدان كښې رامخې ته كولو لپاره د نړۍ په وړاندې چې كومه كاركردګي تاسو ښودلې د هغې ستائېلو لپاره موجود يم۔د نن دستورې خاص مېلمه د قامي هاكۍ ډلې كپتان٬لوبغاړي٬د فېډرېشن عهديدار او اولمپكس ګيمز كښې برخه اخستوونكې نور لوبغاړي دي۔وزيراعظم ووئيل ټولو ته د زړه د كومې نه مباركي وايم٬ټول قام د دې خبرې ګواهي وركوي چې اذلان شاه هاكي ټورنامنټ فائنل كښې زمونږ ډلې ماتې نه ده خوړلې بريا يې ترلاسه كړې۔ ده ووئېل په تېرو دوو لسيزو كښې پاكستان كښې د هاكۍ لوبه د انحطاط ښكار پاتې شوې۔نه پوهېږم چې هغه ورځ به كله راځي چې كله د پاكستان اولس ستاسو كاركردګي په ليدلو صلاح الدين٬اختر رسول او نور نامتو لوبغاړي ياد كړي۔دغې عظيمو لوبغاړو او اتلانو په ټوله نړۍ كښې د پاكستان بېرغ هسك كړے ۔ ده ووئېل نن زه د كومې خېلې او حجت نه پرته دا خبره كولې شم چې زمونږ د هغه وخت عظيمې ورځې بېرته راغلي۔وزيراعظم ووئيل زه هيله لرم چې د هاكۍ لوبه به يو ځل بيا عروج ومومي۔ زما خواهش دے چې د لوبغاړو كاركردګي داسې وي چې په دوي كښې د ماضي اتلان وليدلې شي۔د هاكۍ ډلې مربوط هڅو نن خپل ځائے نيولے۔وزيراعظم ووئيل ماتې او بريا د لوبې برخه ده خو چې په كوم ډول تاسو مقابله كړی هغه په سباؤن كښې د بريا زيرے دے۔په ښې كاركردګۍ د هاكۍ ډلې لوبغاړو٬د هغوي والدين٬كوچز او منتظمين ته مباركي او سلام كوم۔د هاكۍ ودې او بحالۍ لپاره به وفاقي حكومت بشپړه مرسته كوي٬د هاكۍ ډلې ښه والي لپاره به كومه بې غوري ونه كرې شي ۔په دې لړ كښې به د فېډرېشن او نورو ډلو سره په ګډه اقدامات كولې شي۔وزيراعظم ووئيل د پي ډي اېم حكومت شريكو ھڅو پاكستان د ديواليه كېدو څخه بچ كړو٬تېر حكومت كښې 16 مياشتې زمونږ لپاره ډېرې مشكلې وې٬په دې سختو حالاتو كښې مونږ د هېواد معيشت ښه والي پلو روان كړو۔هغه مهال مونږ د كركټ٬هاكۍ او نورو لوبو لوبغاړو په محكمو كښې د شاملولو پالېسۍ اعلان كړې وه ٬اوس به دا باوري كولې شي چې زمونږ نوموړو لوبغاړو ته په ادارو كښې د ملازمت موقعې وركړې شي دغسې چې هغوي د لوبو په مېدان كښې په بشپړه ډول خپل صلاحيتونه څرګند كړي او هغوي د وسائلو كمي سره مخ نه شي۔وزيراعظم د بين الصوبائي رابطه وفاقي وزير او د وزيراعظم يوته پروګرام چيئرمېن ته هدايت وكړو چې هغوي په يوه اونۍ دننه د دې پالېسۍ اجرا او عملدرآمد باوري كړي۔په دې موقع د پاكستان هاكي پخواني كپتان شهزاد احمد ووئيل په دې دستوره كښې په ګډون كولو ډېر خوشحاله شوے يم۔په دې مهال وزيراعظم د لوبغاړو ډاډګيرنه هم وكړه۔انشاالله هغوي به د پاكستان لپاره ميډلز راوړي۔په دې موقع وزيراعظم د پاكستان هاكۍ ډلې لوبغاړو٬ايتهليټ ارشد نديم او پيرس اولمپكس لپاره كواليفائي كوونكې له چيكونه هم وركړل ۔

متعلقہ مضامین