كراچۍ 25 جولائي (اے پي پي) د پاك بحريه جنګي مشق شمشېر بحر VI په كراچۍ كښې پېل شوې۔د ګل په ورځ د پاك بحريه لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال راش?? محمود د دستورې خاص مېلما وو۔په دې موقع چيف آف نيول سټاف اېډمرل ذكاﺀ الله هم موجود وو۔ډپټي چيف آف دي نيول سټاف وائس اېډمرل ظفرمحمود عباسي د مشق پھ مقاصدو رڼا واچوله او د مشق جائزه يې وړاندې كړه۔ده په خاص توګه په خطرو كښې د سمندري حدودو پھ تحفظ كښې د پاك بحريه په كردار رڼا واچوله او وې وئېل چې شمشېر بحر VI د دريو واړو ځواكونو شريك مشق دے چې پكښې د ا??وند وزارتونو نمائندګي هم كېږي۔دا مشق هر دوه كاله پس كېږي۔په دې موقع خاص مېلما پھ خپله وېنا كښې د عسكري منصوبه سازۍ په عمل كښې د مشقونو اهميت په ډاګه كړو او په اوسني دور كښ?? يې پھ نړۍ كښې د پیچلتيا خطرو او د شكوكو ذكر وكړو۔خاص مېلما د فورس كمانډر لخوا د وړاندې كړې شوې تجزيزې ستائنه وكړه۔
د پاك بحريه جنګي مشق شمشېر بحر VI پېل شو
مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2