اسلام آباد۔25مارچ(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني وئيلي دي چې مونږ په ګډه هڅې كولو سره كره ارض پياوړې جوړولې شؤ ٬ وګړي دې په آرتھ آور 2023 كښې برخه واخلي كومه به چې نن د شپې 8 نيمې بجې لمانځلې شي۔ د ارتھ آور په موقعه خپل پېغام كښې ده د ډبلیو ډبلیو اېف پاکستان ډلې لخوا روانې هڅې وستائلې چې په نتيجه كښې يۍ د نړۍ د 190 هېوادونو حكومتونو ٬ وګړو او تنظيمونو د ماحول تحفظ او په موسمياتي بدلون قابو موندلو له د يو بل د مرستې لوظ كړے دے۔ د سېنېټ چيئرمېن د ډبلیو ډبلیو اېف پاکستان د هڅو اعتراف وكړو۔ ده په ټولو وګړو زور راوړو چې هغوي دې دا ګھړۍ د ماحولياتو تحفظ او غوره سباؤن لپاره كار كولو سره د خپل تړون څرګندولو لپاره وكاروي۔ ارتھ آور يو نړيوال اقدام دے چې اهتمام يۍ ورلډ وائلډ لائف فنډ كړې دې كوم چې خلقو ته د ماحولياتي مسائلو په اړه بېداري پېدا كولو له په مخصوصه ورځ يو ساعت له د غېر ضروري لائټس بندولو ترغيب وركوي۔ صادق سنجراني تل پاتي پرمختګ ته وده وركولو او په نړيوالو ماحولياتي مسئلو قابو موندلو له نړيوالې ورورلۍ سره په ګډه كار كولو له د پاكستان په عزم هم زور راوړو۔ ده د خپل پېغام په پايه كښې ووئيل مونږ په ګډه په كره ارض ښه اثرات مرتب كولې شؤ او يوه په زړه پورې نړۍ جوړولې شؤ۔ ارتھ آور په ګرده نړۍ كښې لمانځلې شي او دا د ماحول تحفظ لپاره د يووالي علامت دے۔ دا دستوره د وګړو ٬ تنظيمونو او حكومتونو ډاډګيرنه كوي چې هغوي د ماحولياتي مسئلو په اړه بېداري پېدا كولو او تل پاتي پرمختګ ته وده وركولو له يو ساعت لپاره خپلې رڼا ګنې بندې كړي۔
مونږ په ګډه هڅې كولو سره كره ارض پياوړې جوړولې شؤ ٬ وګړي دې په آرتھ آور 2023 كښې برخه واخلي ٬ صادق سنجراني
مضمون کا ماخذ : resultados loteria Bahia