اسلام آباد۔24مارچ(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان قوم ته غږ كړې دې چې هغوي دې په 27 مارچ دا پېغام وركولو له راوځي چې هغوي بدۍ سره نه دي٬ دغسې چې په سباؤن كښې څوك د هارس ټرېډنګ د لارې جمهوريت او قوم ته د زيان رسولو جراﺀت ونكړې شي٬ په هېواد كښې له دېرشو كلونو راهېسې د هېواد لوټ كوؤنكو ډله اوس په ښكاره ډول د پارليماني غړو د ضميرونو سودا كوي۔ د ز??ار?? په ورځ د قوم په نامه جاري كړي خپ?? وېډيو پېغام كښې وزيراعظم ووئيل د امر بالمعر??ف او نہی عن المنکر امر پاك پروردګار كړې دې٬ هغه ټولو مسلمانانو ته ښه كارونو سره د كېدو او د بدو كارونو په ضد د اودرېدو حكم كوي ، دې سره ټولنه ژوندۍ ??اتې كېږي۔ هغه ووئيل په هېواد كښې د غلو يوه ډله كومه چې د 30 كالو راهېسې هېواد لوټ كوي ٬ د كرپشن پېسې بهر لېږي اوس يو ځايې كېدو سره د پارليماني غړو د ضميرونو سودا كوي۔ وزیر اعظم ووئيل زه غواړم چې ټول قام په 27 مارچ ما سره په ګډه دا پېغام وركولو له بهر راوځي چې مونږ بدۍ سره نه بلكه د دې په ضد يؤ ، مونږ په دې هېواد كښې د جمهوريت او قوم په ضد د روان هر جرم په ضد يؤ۔ وزیر اعظم ووئيل دا خلق د غلا په پېسو د اولسي نمائندګانو ضميرونه اخلي٬ اولس د دې په ضد ولاړ دے۔ وزیر اعظم ووئيل زه دا غواړم چې اولس په 27 مارچ ما سره راوځي او ټول پاكستان ته دا معلومه شي ٬ دغسې چې په سباؤن كښې څوك د هارس ټرېډنګ د لارې جمهوريت او قوم ته د زيان رسولو جراﺀت ونكړې شي
اولس دې په 27 مارچ دا پېغام وركولو له راوځي چې هغوي بدۍ سره نه دي٬ په هېواد كښې له دېرشو كلونو راهېسې د هېواد لوټ كوؤنكو ډله اوس په ښكاره ډول د پارليماني غړو د ضميرونو سودا كوي٬ وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ