اسلام آباد 08فروری(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف سره د شورو په ورځ د سمندر پورې پاكستانيانو وفاقي وزير ساجد حسېن طوري په مشرۍ كښې قبائېلي ضلعو سره تعلق لرونكو قبائېلي مشرانو ملاقات وكړو چې پكښې قبائېلي ضلعو ته په رامخې ته شوې چېلنجونو د خيالاتو څرګندونه شوې۔سپيكر قبائېلي مشرانو سره په خبرو كښې ووئيل چې پاكستان پيپلز ګوند د اولس د حقونو په تحفظ باور لري٬د قبائېلي حقونو تحفظ او د هغوي مسئلې حل د موجوده پارليمان وړومبۍ ترجيح ده۔د قبائېلو مسئلې به په ګډه ناستې سره حل كولې شي٬د پخوانۍ فاټا اولس جذبات او احساسات د قدر وړ دي٬د پخوانۍ فاټا جرګې مشرانو تحفظات څخه به وزيراعظم خبرولے شي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر د قبائېلي جرګې مشرانو له د وزيراعظم سره د ملاقات باور وركړې۔قبائېلي مشرانو ووئيل چې قبائېلي ضلعې كومې چې د خېبرپښتونخوا په صوبه كښې ضم شوي هغه سيمې د سختو مسئلو ښكار دي
د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف سره د وفاقي وزير ساجد حسېن طوري په مشرۍ كښې د قبائېلي مشرانو ملاقات
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نتائج