اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پی پی)وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د جمو او كشمير كاز لپاره د پاكستان د غېر متزلزل او ثابت قدمۍ سره د اخلاقي٬سفارتي او سياسي ملاتړ پخلې كړی او وئېلې يې دي چې پاكستان به د جمو كشمير د اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو پورې دا ملاتړ روان ساتي٬د اكتوبر 1947 ورځ د انساني تاريخ په تورو ورځو كښې يوه ده٬د هندي مشرانو لوظونو او د جمو كشمير پھ اړه د ملګرو ملتونو قراردادونو سره هم هندي حكومت په مقبوضه جمو كشمير كښې د ظلم او ستم او د يرې ترهې لړۍ روانه ساتلې٬بايد هند پھ جمو كشمير كښې د ملګرو ملتونو د سلام??ي كونسل قراردادونه عملي كړي۔ده دا خبرې په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو د پوځ كشۍ په 69 كلونو پوره كېدو د تورې ورځې په موقع په خپل پېغام كښې وكړی۔وزيراعظم ووئيل چې د اكتوبر 27مه نېټھ كال 1947 د تاريخ په تورو ورځو كښې يوه ورځ ده٬دا ورځ پ?? مقبوضه كشمير كښې د سختې انساني اعلاميې ياد تازه كوي كله چې 69 كاله وړاندې د هند جارح ځواكونه په كشمير قبضه كولو سره معصوم او بې ګناه كشميرې اولس محفوم كولو او يرولو لپاره سرينګر ته داخل شول۔پ?? مقبوضه كشمير كښې د ظلم او بربريت دا طريقه د كوم يرې او خطر نه بغېر تراوسه روانه ده۔وزيراعظم ووئيل چې د بې ګناه كشميري اولس آواز خاموش كولو او د دوي جائز او قانوني هڅې تر پښو لاندې كولو لپاره بشري حقونه او ??ړي??ال قوانين تر پښو لاندې كولو سره په كشمير كښې بدتره رياستي ترهه ګري روانه ده۔د انسانيت په ضد پھ دې جرائمو كښې د هند ټوله رياستي مشينري ككړه ده۔د ملګرو ملتونو په څارنه كښې د انساني حقونو د دې سرغړونو آزادانه٬شفاف او منصفانه تحقيقات ضروري دي۔وزيراعظم ووئيل چې پاكستان په جمو كشمير كښې حقائق معلومولو لپاره د بشري حقونو د هائي كمشنر د فكټ فنډنګ مشن لېږلو د تجويز ملاتړ كړی٬مونږ هيله لرو چې ??ړي??اله ټولنه به د كشميري اولس ستونزې حل كولو لپاره پام وكړي۔ده ووئيل چې تېر كال د جولائي د آخر نه واخله تر روان ستمبر پورې پ?? مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلم او ستم پھ نتيجه كښې 460 بې ګناه كشميريان شهيدان شوي٬د 20 زرو نه زيات ژوبل شوي او د سلګونو په شمېر پھ ارادي توګه د نظر نه محروم كړې شوي۔په دې موده كښې د 7 زرو نه زيات كشميريان نيول شوي۔د دوي په باره كښې هېڅ معلومات نشته دغسې د بې شمېره كشميري مېرمنو بې حرمتي شوې او د دوي عصمتونه تر پښو لاندې كړې شوي۔دا حقائق د ??ړي??الې ټولنې د پام راګرځولو تقاضه لري۔وزيراعظم ووئيل چې د تېرو 7 لسيزو څخه كشميري اولس ته د خپلواكۍ د حق وركولو نه پرله پسې انكار د ??ړي??الې ټولنې او د ملګرو ملتونو په ضمير پوښتنې راپورته كړی دي۔د دې پخوانې مسئلې حل كولو لپاره بايد هند د خپلو مشرانو د لوظونو احترام وكړي او بايد د جمو كشمير په اړه د ملګرو ملتونو د سلام??ي كونسل قراردادونه عملي كړي۔وزيراعظم ووئيل مونږ د مقبوضه كشمير خپلو وروڼو او د خوئېندو قربانو ته پیرزوينه وړاندې كوو او د كشميري اولس كاز لپاره د خپل غېر متزلزل ثابت قدمۍ سره د اخلاقي٬سفارتي او سياسي ملاتړ پخلې كوو او عزم لرو چې مونږ به د جمو كشمير د اولس د خپلواكۍ قانوني حق ترلاسه كولو پورې دا ملاتړ روان ساتو۔
پاكستان به د جمو كشمير د اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو پورې دا ملاتړ روان ساتي
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ پاکستان