ګلګت۔12مئی(اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو لپاره د وزيراعظم صلاحكار قمر زمان كائره سره د ګلګت بلتستان پخواني اعلی وزير حافظ حفيظ الرحمان ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په ګلګت بلتستان كښې په روانو پرمختيائي منصوبو او سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ګلګت بلتستان د مخالفې ډلې مشر امجد اېډوكېټ هم د كشمير او ګلګت بلتستان چارو صلاحكار سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په تنظيمي چارو او د ګلګت بلتستان په سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔
مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری