پېنډۍ۔1دسمبر(اے پی پی)د کورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې راتلونکې ټول ټاكنې به د الېکټرانک ووټنګ مشين د لارې كولې شي٬ وزيراعظم عمران خان سمندر پورې پاکستانيانو ته د ووټ کارولو حق ورکړې٬ نالائق او نااهل اپوزيشن به راتلونكو ټول ټاكنو كښې هم ماتې خوړولو نه وروسته د ټګۍ شور كوي٬ تبليغي جماعتونو ته آن لائن وېزې وركولې شي٬ سعودي عرب سره تلپاتې خپلولي لرؤ او چين يو په زړه پورې ملګرے هېواد دے٬ په پېنډۍ كښې مو 60 كالجونه جوړ كړي ٬ د بې وزلو په سيمو كښې سركاري سكولونه او كالجونه اپ ګرېډ كولې شي ٬ که لور تعلیم یافته وي نو په ښار کې به د نشه یي توکو خرڅونكي يا قبضه مافیا سر نه شي پورته کولې۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د شورؤ په ورځ پېنډۍ كښې د كالج اپ ګرېډېشن منصوبې پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ شېخ رشيد احمد ووئيل د مدينې رياست د وژن لمخې وفاقي كابينې مهمه پرېكړه كړې ده چې ټولو تبليغي جماعتونو ته به آن لائن وېزې وركولې شي۔ هغه ووئيل دا كرېډېټ وزيراعظم عمران خان ته ځي چې هغه سمندر پورې پاكستانيانو ته د ووټ كارولو حق وركړو۔ شېخ رشيد احمد ووئيل د پنجاب په 40 حلقو كښې د اوورسيز د ووټونو پرېكړه به د الېكټرانك ووټنګ مشين د لارې كېږي او كله چې پي ټي آئي زياتو ووټونو سره كاميابي ترلاسه كړي نو اپوزيشن به يو وارې بيا د ټګۍ شور كوي۔ هغه ووئيل د ګرانۍ حل لټول دي ولې چې د ګرانۍ د لاسه تنخاداره طبقه هم ځپلې كېږي۔ هغه ووئيل سعودي عربستان سره تلپاتې خپلولي لرؤ ٬ كومه قرضه چې ئې راكړې ده په هغې ئې مننه كوؤ او چين زمونږ په زړه پورې ملګرے هېواد دے۔ شېخ رشید احمد ووئيل په تعليمي مېدان كښې يو لويې بدلون دا رامخې ته كېږي چې انجونې وړاندې رواانې دي او هلكار وروستو پاتې كېږي۔ هغه ووئيل په پېنډۍ كښې مو 60 كالجونه جوړ كړي ٬ د بې وزلو په سيمو كښې سركاري سكولونه او كالجونه اپ ګرېډ كولې شي ٬ که لور تعلیم یافته وي نو په ښار کې به د نشه یي توکو خرڅونكي يا قبضه مافیا سر نه شي پورته کولې۔ هغه وئيل په پېنډۍ كښې د آئي ټي پوهنتون جوړېدو نه وروسته به درې پوهنتونونه بشپړ شي۔ هغه ووئيل د زياتې آبادۍ د لاسه به د مېرمنو په كالجونو كښې په دوه شفټونو كښې تعليم وركولې شي۔
راتلونکې ټول ټاكنې به د الېکټرانک ووټنګ مشين د لارې كېږي٬ وزيراعظم سمندر پورې پاکستانيانو ته د ووټ كارولو حق ورکړې٬ داخله وزير شېخ رشيد احمد
مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔